ذهني هوساینه

که د شپې په خوب کې ستونزه لرئ، نو دې څو ټکو ته پام وکړئ.


هغه څیزونه چې تاسې تحريک کوي کم اوحتې پرې کړي

د خوب په وخت کې د کافین لرونکي خواړه مه خورئ ځکه چې دوی به تاسو خوب کولو ته پرې نه ږدي .


فعال اوسئ

د ورځې په اوږدو کې سپورت او فعالیتونه وکړئ، د تګ لپاره لاړ شئ او هغه سپورتونه وکړئ چې تنفس پکې شامل وي، دا فزیکي فعالیتونه ستاسو لپاره خورا ګټور دي.


دخوب کولو لپاره بايد يومنظم مهالويښ جوړکړی اودځانه سره يې ولري

هڅه وکړئ هره شپه په ورته وخت کې ویده شئ.
د خوب منظم وخت دماغ سره مرسته کوي چې هره شپه په ورته وخت کې د آرام خوب لپاره ځان چمتو کړي.


د شپې ناوخته خواړه مه خورئ

د ویده کیدو وخت ته نږدې د ډیر خوراک څښاک خوب ډیر ګډوډ او بې نظمه کوي، نو هڅه وکړئ چې دشپې ډوډي وختي وخورئ.


په شپه کې، خپل دماغ د بې ګټې فکرونو څخه پاک کړئ او آرام کړئ.

د کتاب لوستل یا ژوره ساه اخیستل به تاسو سره د آرام او ویده کیدو کې مرسته وکړي.